د دوشنبې په ورځ د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د اوومي ناحيې د بي ټو ون شرقي سيمه کي د څلور کيلومټره په اندازه د عمومي سړک د هوارکارۍ چاري پيل سوې. د دې کار په پرانيستنه کي د ولایت مقام د دفتر رئيس نقيب الله سکندري، د ښاروالۍ اجرائيه مدير انجينر محمد نسيم مسرور، د ولایتي شورا او مشورتي شورا د غړو په شمول نورو دولتي او نادولتي کسانو ګډون درلود.
نقيب الله سکندري، په دې شرایطو کي د ښاروالۍ له لوري د دې کار ستاينه وکړه، او خلکو ته يې د يوې اسانتيا د برابرېدو له امله خوښي وښوده. ښاغلي سکندري د ښاروالۍ رهبرۍ ته کور ودانی ووايه چي په دا ډول حالاتو کي يې شاري پرمختګ او پرمختيايي کارونه له پامه نه دي غورځولي.
د ښاروالۍ اجرائيه مدير انجينر محمد نسيم مسرور وايي: د هوارکارۍ مالي لګښت د ښاروالۍ له خپلي بوديجې ورکول کېږي. هغه له ښاريانو غوښتنه وکړه چي سړک په پاملرنه کي همکاري ورسره وکړي.
د ولایتي شوار غړي، بریالي نظري، او د مشورتي شورا رئيس الحاج عبدالنظير خان بارک او د دې سيمي اوسېدونکو د لښکرګاه ښاروالۍ روان کارونه د ستايني وړ وبلل. دوئ په داسي ترېنګلو حالاتو کي د پرمختیايي کارونو د ترسره کېدو په خاطر له ښاروالۍ مننه وکړه.
