لښکرګاه ښاروالي هڅه کوي چي دا قانون پر ټولو ښاريانو د اصولو د عملي کېدو په خاطر پلی کړي، نن د ښاروالۍ ځينو مسئولينو په ښار کي د بارک په نامه يوه مارکېټ ته ورغلل. هلته يې د خپل نظارت له مخي جوته کړه چي هټۍ والو هيڅ کاري جواز نه درلود، دوئ ته د کار د قانون له مخي د جواز ګټي او اصول روښانه سول، هټۍ والو جواز اخيستو ته غاړه کښېښوده، د ښاروالۍ د اړوند چارو مسئولينو د دې مارکېټ د ټولو هټۍ والو ارزونه او سروې وکړه. په راتلونکو دوو ورځو کي به دوئ ته جوازونه چمتو ته او کار به يې قانوني بڼه غوره کړي.
