لښکرګاه ښاروالۍ د تېر کال ځینو ستونزو ته په کتو چي ښاریان ورسره مخامخ وه مخکي ترمخکي یو کمیسیون جوړ کړ ترڅو پر وخت او زمان د یادو ستونزو مخنیوی وکړي. په یاد کمیسیون کي د ښاروالۍ د تنظیف، آبیاري، تفتیش او ترانسپورټ مدیرتونه دي چي په راس کي به یې د ښاروالۍ اجرائیه مدیریت وي. په لښکرګاه ښار کي (۸) هغه ځایونه مشخص سول چي تېر کال یې ځیني ستونزي رامنځته کړي وې او ښاریان یې دګڼو ستونزو سره مخ کړي وي خو اوس به یاد کمیسیون د باران د اورېدولو په وخت کي هغو ساحو ته پر وخت ځان رسوي او د ستونزو د پيښېدو مخنیوی به کوي. دا کمیسیون به په لاندي برخو کي کار کوي لکه: د باران د اورېدلو په وخت کي که د چا کور یا دیوال نړیږي هغوی ته پروخت ځان رسول. د بندو چریو خلاصول د عمومي کانالونو خلاصول او داسي نور…
د یادولو وړ ده که چیری ښاریان په ذکر سویو برخو کې عاجلي مرستي ته اړتیا ولري کولاي سي په لاندي شمیرو اړیکي ونیسي.
اجرائیه عمومی مدیر: 0748110804
د ترانسپورټ عمومی مدیر: 0748466465
د آبیاری مدیر: 0703928513
د تفتیش مدیر: 0748001325
د تنظیف مدیر: 0748111051