د تېرو ۱۵ کلونو په جريان کي د لښکرګاه ښار په بېلابېلو ساحو کي د يو شمېر دولتي عناصرو په مرسته ځينو زورواکانو په سلګونه جريبه مځکه غصب کړې ده. همدا تېره شپه اوومه ناحيه کي پي ار ټي ته نيژدې “اداري ساحه” کي د يوه غصبګر له لوري يوه ټوټه مځکه غصب سوې وه چي د ښاروالۍ د تفتيش فعالو کارکوونکو د مالوماتو د ترلاسه کولو وروسته سمدلاسه هغې سیمي ته ورغلل او د هغه سړي مخنیوی وکړ او مځکه يې له غصب څخه وژرغورله. د ښاروالۍ د تفتيش مديريت شپه و ورځ په ښار کي څارنه او هڅه کوي چي څوک غصب ونکړي او د چا حق تر پښو لاندي نه سي. لښکرګاه ښاروالي به هيچا ته اجازه ورنکړي چي خپلسرې ابادي وکړي او يا غصب وکړي.
