نن د لښکرګاه ښاروالۍ د تفتیش مدیریت کارکوونکو د لښکرګاه د ښار د یخی د کارخانو څخه په داسي حال کي نظارت و کړ چی د صحت عامی او محیط زیست نماینده ګان هم ورسره وه.
لمړۍ د ټولو د یخي د کارخانو نظافت وکتل سو او همدارنګه د یخي ټوټې وزن کړل سوې چي په وزن کي خو به کمی نه وي په وروستيو کی ټولو د یخی کارخانو ته جدی سپارښتنه وسوه چی پاکوالي او نظافت ته پوره پاملرنه وکړی او په ښار کي د یخی پرچون پلورنکو ته نرخ په مناسب قیمت ورکړی تر څو هغوی یی ښاریانو ته په ارزانه بیه ور کړی.
