۱۳۹۶/۵/۱۵
د لښکرګاه ښاروالۍ لوري ولس او ښاريانو ته د حساب ورکولو د لړۍ په دوام د لښکرګاه ښاروال الحاج انجينر مطيع الله( بهير)د لښکرګاه ښاروالۍ د غونډو په تالار کي د حساب ورکوني غونډه تر سره کړه.
د لښکرګاه ښآورالۍ اجرائيه عمومي مدير انجنير محمد نسيم ( مسرور ) د منظور سوي بوديجې په هکله، د جواز مدير احمد خان د جوازونو توزيع، په ساحه کي د ستونزو او حل لارو په هکله، د مارکيټونو د تنظيم مدير حکمت الله ( داوري) د ښاري نظم په هکله، د تنظيف مدير د ښار د سرسبزی او پاکوالي په هکله پريزنټيشنونه وړاندي کړل. يادو مدير صاحبانو په ساحه کي د شته ستونزو ياونه وکړه، د هغو صنفي وکيلانو څخه يې مننه وکړه چي پا سحه کي يې د ښاروالۍ د کار کوونکو سره همکاري کړې.
په غونډه کي يو شمېر ګډونوالو د ښاغلي بهير څخه پوښتني وکړې چي د لښکرګاه ښاروال ښاغلي بهير له لوري قناعت بخشه ځوابونه وويل.
دغونډو د ګډون والو له لوري لښکرګاه ښاروال انجنير مطيع الله ( بهير) څخه د ښه کار کردګی ، پوره شفافيت او په اداره کي د سمون راوستلو او ښو خدماتو په وړاندي کولو سره مننه وکړه او زياته يې کړه چي موږ به تل ستاسو سره همکاره يو.
