د لښکرګاه ښاروالي په دوهمه ناحیه کي د ناحیې شورا نوبتي غونډه ددې ناحيې د آمر الحاج امان الله سادات په مشري جوړه سول.
پدې غونډه کي د اړوند ناحیې د ګذر وکیلانو، متنفذینو او مخورو ګډون کړي ؤ.
غونډه کي د محصول صفائې پر تحویلي د سیمي د اوسیدونکو هڅول، په سېمه کي د پراخ اشر پر لاره اچول او هغه چري په نښه کول چي په ژمي کي بندیږي هر اړخیز بحث ترسره سو.
په پای کي د یادي شورا غړیو د ناحیې د مسئولینو سره د پوره همکاري ژمنه وکړل.
